کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه وایي د وګړو د رایه ورکونې له قانوني حق څخه د دفاع لپاره باید هره کړنه ترسره شي

25 سنبله 1398 ساعت 12:18

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د سختو شرایطو لاندې د سپتمبر د ۲۸ مې د ولسمشریزو ټاکنو د چمتووالي په اړه د افغانستان د انتخاباتي چارواکو او همدا راز د امنیتي ځواکونو او نورو هڅو درناوی کوي.



یوناما د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د مدني ټولنو، نوماندانو او نورو ټولو ښکېلو ادارو، چې د باوري او رڼو ټاکنو لپاره کار کوي، څخه غوښتنه کوي چې د رایه ورکولو څخه وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي، تر څو ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حق څخه په ګټې اخیستنې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: "د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ اونۍ په غونډه کې د استازو یو قوي او روښانه پیغام دا و چې نړیواله ټولنه د سپتمبر د ۲۸ مې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي".
په هر ډول ټاکنو باور د ټولو ښکېلو ادارو ټولیز مسؤلیت دی، نه یوازې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون. نوماندان ، د مدني ټولنې سازمانونه، رسنۍ ، عالمان او نور په دې برخه کې مهم رول لري چې باید ترسره یې کړي، لږترلږه باید رایه ورکونکي وهڅوي چې د سپټمبر په ۲۸ مه خپل ډیموکراتیک حق څخه په ګټې اخیستنې خپله رایه وکاروي. هیڅوک د دې حق نلري چې د رایی ورکولو لپاره راجسټر شوي افغانانو څخه د رای حق واخلي.
"باوري ټاکنې په ولسواکۍ کې د زړه حیثیت لري، او د رای ورکولو حق له بیلابیلو لارو په افغانستان کې د تیرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د ډیموکراتیک پرمختګ ستره نښه ده." "رایه ورکول یوازې د مدني مسؤلیت خبره نده ، بلکې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتنې او د سوله ییزو سیاسي پروسو څخه د ملاتړ ښودلو یوه لاره ده."
یوناما ژمنه د ه چې د خپل ماموریت او واک سره سم د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د باوري، رڼو او ټول شموله ټاکنو په ترسره کولو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو له کمیسینونو سره مرسته وکړي.
روڼتیا د ټاکنو د اعتبار لپاره خورا اړینه ده، او ملګري ملتونه د بیلابیلو بنسټونو څخه د ملي ناظرینو د لوړو شمیرو یادونه کوي، چې د ټاکنو په ورځ به د رای ورکولو په مرکزونو کې حاضر وي. نوماندانو ته یادونه کیږي، چې د سپټمبر د ۲۱مې نیټې دمخه خپلو استازو ته اعتبارلیکونه تر لاسه کړي تر څو دوی وکولای شي د رایې ورکولو بهیر وڅاري، او د ټاکنیزې پروسې د روڼتیا په ساتلو کې خپل مهم رول ولوبوي.
له ټولو کاندیدانو او رایه ورکوونکو څخه تمه کیږي چې د ټاکنو د روڼتیا په خوندیتوب کې خپله ونډه تر سره کړي او په هیڅ ډول ټاکنیزو بې نظمیو کې ښکیل نشي. په هر حالت کې که چیرې په کمیسیون کې د بې نظمیو په اړه اندیښنې شتون ولري ، نو ژر ترژره باید د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره اړیکه ونیول شي، ترڅو په دې برخه کې ګړندۍ او سمې پلټنې ترسره کړي.
یوناما د ټاکنو په ورځ او له هغه دمخه د ټاکنو د حساسو موادو د ویش او د رای ورکونې د ځایونو د امنیت په تامین کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شوي کار ستاینه کوي، ترڅو د ښځو په ګډون ټول افغانان وکولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.


د مطلب کود: 191629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191629/ملګري-ملتونه-وایي-د-وګړو-رایه-ورکونې-له-قانوني-حق-څخه-دفاع-لپاره-باید-هره-کړنه-ترسره-شي

آوا
  https://www.avapress.com