دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 191640
د هر لسو افغانانو له جملې ۹ تنه یې په خپل ژوند کې کړېږي – سروې
د ګالوپ څیړنیز بنسټ یوه تازه سروې ښيي، ۸۵ فیصده افغانان چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه شمېره جوړوي، په خپل ژوند کې کړېږي.

د ګالوپ څیړنیز بنسټ دا سروې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانانو د ژوند د وضعیت او راتلونکې ته د هغوی د هیله‌مندۍ په اړه په ۲۰۱۸ کال کې ترسره کړې ده او نتایج یې د دوشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۵مه) نشر کړل.
د دې سروې نتایج ښيي، چې ژوند ته د افغانانو د هیله‌مندۍ اندازه په تر ټولو ټیټه کچه کې ده او د ۲۰۱۶ کال په پرتله د افغانانو د خوشحالۍ کچه ۵۲ فیصده راټیټه شوې ده.
د ګالوپ سروې کې راغلي: "په پرله پسې دوو کلونو او ۲۰۱۸ کې هم هیڅ افغان خپل راتلونکی ژوند چې په کې پرمختګ وي، په مثبت ډول نه دی ارزولی. په ورته وخت کې د هغو افغانانو شمیر چې ځان یې بې‌وزله ارزولی او یا رنځېږي، ۸۵ فیصدو ته رسېږي. دا تر ټولو نوی ریکارډ نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ لپاره دی".
د ګالوپ د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۳، ۱۴، او ۱۷ عیسوي کلونو کې هم د نړۍ په کچه تر تولو له کړاونو ډک هیواد وو.
دې بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د خلکو ژوند "تباه" کوي او په افغانانو کې د ښه ژوند کولو شاخصونه د "ناهیلۍ او کړاونو" انځور وړاندې کوي.
د ګالوپ سروې ښيي، چې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب ټیټه کچه د دې لامل شوې، چې افغانان د خپل اقتصادي ژوند د ښه‌والي او د مهمو زیربناو لکه، سرکونه، ښوونځي او روغتيايي بنسټونو د بیارغونې لپاره لږ فُرصت ولري او د ښارونو په څنډو کې وسله‌والو نښتو افغانان اړ کړي، چې د ژوند کولو لپاره د کابل په څیر د ښارونو مرکزونو ته لاړ شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم تائیدوي، چې جګړو او ناامنیو د افغانانو پر رواني وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده.
د دغه وزارت د رواني صحت د روغتون سرطبیب قدرت‌الله صدیق امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د جګړو سربیره د خلکو خراب اقتصادي وضعیت هم د دې لامل شوی چې اکثره افغانان له رواني ستونزو وکړېږي او یا هم غمجن واوسي.
که څه هم ډاکټر صدیق د ګالوپ له خوا د ترسره شوې سروې نتایج تائید نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې دوامداره تاوتریخوالي د اکثرو افغانانو ژوند تریخ کړی دی.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcgtq9qzak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته