د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د دې ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال سردار محمد له خپلو درې ملګرو سره نیولی دی.
په کابل ښار کې کلکان ولسوالۍ ته نومول شوي طالب ولسوال ونیول شو+ فلم
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1398 ساعت 16:01
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د دې ولایت د کلکان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال سردار محمد له خپلو درې ملګرو سره نیولی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی، چې په سیمه کې ملاسردار نومول شوی و؛ له خپلو ملګرو هر یو شېرپادشاه، ملک او حسیب الله سره، چې د طالبانو په سپارښتنه یې تخریبې هڅې، د خلکو ځورونې او پر بګرام هوایي ډګر د توغندیو په توغولو کې یې لوی لاس درلود د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۲۵) د یاد ریاست ځانګړیو ځواکونو له پېژندنې وروسته نیولي دي.
د دغه ریاست په څرګندونو کې راغلي، چې ملاسردار څو کاله د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال په توګه دنده تر سره کړې؛ بیا وروسته د طالبانو په سپارښتنه پېښور ته تلی او د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه د دې ولایت د کلکان ولسوالۍ ولسوال ونومول شو او بېرته کابل ته راواستول شو.
د مطلب کود: 191644