دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 191646
نړۍ کې د تېلو د تولید پنځه سلنۍ کمښت او تر ۱۵ سلنې د بیې لوړوالی
وروسته له دې چې په سعودي عربستان کې پر "بقیق" او "خریص" د تېلو پر تاسیساتو د یمن اردو له بریده وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې له پنځلسو تر نولس سلنې زیاتو شوی دی.

له دې برید سره په سعودي عربستان کې د تېلو تولید نیمايي ته رسېدلی چې پر نړیوالو بازارونو یې هم اغیزه کړې او په نړیوالو بازارونو کې هم د تیلو په تولید کې پنځه سلنه کموالی راغلی.
که څه هم عربستان او امریکا متحده ایالاتو ویلي چې په نړیوالو بازارونو کې تیلو ته اړتیا به له خپلو بنسټیزو زېرمو تامین کړي، خو اوس مهال په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیه تر نولس سلنې د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
 تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د سعودي عربستان د تېلو زیانمن شوي تاسیسات به کله بیا ورغول شي.
د تېلو په برخه کې یو تن کارپوه، رنجیت راجا وايي:«زه فکر کوم چې دا کار به په یوه شپه کې ترسره نشي. څو ورځې او ان څو اوونۍ به پرې تېري شي، تر څو شمېرې ولیدل شي چې د دې پېښې اغېزې څومره دي.»
که څه هم سعودي عربستان او امریکا متحده ایالات له کورنیو زیرمو د بازارونو د تېلو د اړتیا د پوره کېدو خبره کوي، تر کله به دا اړتیا پوره کړی شي؟
د تېلو د مسایلو کارپوه، راجا په دې اړه وايي:«تمه کېږي چې د سعودي عربستان د تېلو صادرات زیات زیان ونه کړي، ځکه دا تشه به د دغه هېواد له بنسټیزو زیرمو سره ډکه شي تر څو پېرودونکو ته د تېلو ورکړه دوام وکړي، خو که تاسیسات ډېر بند پاتې شي، نو حالت به داسې پاتې نشي.»
سعودي عربستان د ورځې۹،۶۳ مېلیونه بشکې د تېلو تولید لري؛ خو د دغه هېواد پر تاسیساتو د یمن اردو  برید  له کبله یې پنځوس سلنه صادرات راکم شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0sqse2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته