په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو رانزدې کېدو سره، د ناټو چارواکي وایي چې نړیوال ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې د دولتي ځواکونو مرسته وکړي.
"ناټو ځواکونه به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو کې مرسته وکړي"
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1398 ساعت 18:11
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو رانزدې کېدو سره، د ناټو چارواکي وایي چې نړیوال ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې د دولتي ځواکونو مرسته وکړي.
د ناټو د ملکي برخې د ځانګړي استازي ویاندې اندریا جمبوروا ازادي راډیو ته وویل، ناټو به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د انتخاباتو د امنیت ټینګولو په برخه کې روزنه او مشورې ورکړي.
په ورته وخت کې نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) د افغانستان حکومت وویل چې د تلې ۶مې ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره ۷۲ زره سرتېري توظیف شوي دي.
ناټو او د افغانستان حکومت داسې مهال د ټاکنو امنیت ته خپل چمتووالی اعلانوي چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې ناامنیو زور اخیستی. طالبانو وار له مخه انتخاباتو سره خپل مخالفت اعلان کړی او ویلي یې دي چې ددغې پروسې مخنیوي لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ناامني د افغانستان د ټاکنو پروړاندې عمده خنډ دی او د ټاکنو ځینو څارونکو بنسټونو هم اندېښنه ښوولې چې ښايي سلګونه زره کسان له همدې امله له رأیه ورکولو محروم شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لومړي سر کې د رأیه اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو د امنیتي ادارو ویلي چې نشي کولی له دې ډلې د څه باندې ۲۳۵۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي.
بلخوا نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې د خلکو د رأیه ورکولو حق خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې وشي.
یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، هیڅوک حق نه لري چې د رأیه ورکولو لپاره راجسټر شويو افغانانو څخه د رأیې حق واخلي.
د مطلب کود: 191657