دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 191657
"ناټو ځواکونه به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو کې مرسته وکړي"
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو رانزدې کېدو سره، د ناټو چارواکي وایي چې نړیوال ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې د دولتي ځواکونو مرسته وکړي.

د ناټو د ملکي برخې د ځانګړي استازي ویاندې اندریا جمبوروا ازادي راډیو ته وویل، ناټو به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د انتخاباتو د امنیت ټینګولو په برخه کې روزنه او مشورې ورکړي.
په ورته وخت کې نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) د افغانستان حکومت وویل چې د تلې ۶مې ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره ۷۲ زره سرتېري توظیف شوي دي.
ناټو او د افغانستان حکومت داسې مهال د ټاکنو امنیت ته خپل چمتووالی اعلانوي چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې ناامنیو زور اخیستی. طالبانو وار له مخه انتخاباتو سره خپل مخالفت اعلان کړی او ویلي یې دي چې ددغې پروسې مخنیوي لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ناامني د افغانستان د ټاکنو پروړاندې عمده خنډ دی او د ټاکنو ځینو څارونکو بنسټونو هم اندېښنه ښوولې چې ښايي سلګونه زره کسان له همدې امله له رأیه ورکولو محروم شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لومړي سر کې د رأیه اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو د امنیتي ادارو ویلي چې نشي کولی له دې ډلې د څه باندې ۲۳۵۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي.
بلخوا نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې د خلکو د رأیه ورکولو حق خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې وشي.
یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، هیڅوک حق نه لري چې د رأیه ورکولو لپاره راجسټر شويو افغانانو څخه د رأیې حق واخلي.
 
د افغانستان امنیتي ادارو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بشپړ امنیت نیولو ډاډ ورکړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: "نړیوال ځواکونه هم همکارۍ ته چمتو دي، په ځانګړې توګه هوایي ځواک یې، که چېرې مو اړتیا پیدا شوه، نو هغوی به له موږ سره مرسته وکړي، خو په ټوله د انتخاباتو د امنیت ټينګښت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو، کشف او استخباراتو پرغاړه دی."
د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم وايي چې د ناټو له همکارۍ سره به د ټاکنو امنیت لا ډاډمن شي.
ددغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل، له ناټو ځواکونو به یوازې هغه مهال مرسته وغوښتل شي چې دولتي ځواکونه په یوازې سر ونشي کولی یوه ستونزه حل کړي.
خو له دې ډاډمنتیا سره سره، د طالبانو ګواښ په شتون کې به ګرانه وي چې راتلونکې ټاکنې په ارامۍ ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenz8zfjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته