د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د برښنا څلور ستنې په بغلان او کندوز ولایتونو کې ویجاړې شوي او هېواد ته ټوله وارداتي برښنا پرې شوې ده.
کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي
25 سنبله 1398 ساعت 18:57
د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د برښنا څلور ستنې په بغلان او کندوز ولایتونو کې ویجاړې شوي او هېواد ته ټوله وارداتي برښنا پرې شوې ده.
په بغلان او کندوز کې د طالبانو لخوا د برښنا د څلورو ستنو له ویجاړیدو سره کابل او لس نور ولایتونه تیاره شوي او د ډېرو کارخونو کارونه دریدلي دي.
خلکو ویلي، د برښنا نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي او وسلوال مخالفین باید ټولګټي تاسیسات موخه ونګرزوي.
د کابل اوسیدونکی ذبیح الله نوري وایي، چې د برښنا د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخ یو؛ حکومت باید ژر تر ژره دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
د کابل ښار یو بل استوګن رحیم الله ویلي؛ هر څه پر برښنا دي؛ که کارونه دي او که کارخونې. کله، چې برښنا نه وي هر څه په ټپه ولاړ وي.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند وایي، طالبانو مرکزي بغلان د برښنا دوه ستنې؛ یوه ستنه په شهاب الدین ډنډ کې اوبله هغه د کندوز په عسقلان سیمه کې ویجاړې شوي، چې د تاجکستان او ازبکستان د ټولې وارداتي برښنا د پرې کیدو سبب شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه په سیمه کې د طالبانو د حاکمیت له کبله پر تخریب شویو ستنو کار نه دی پیل شوی؛ کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي.
تېرمهال به په کابل کې د ژمي په موسم کې برښنا کمیده؛ خو د سږکال پسرلي او وروستیو میاشتو کې دې ستونزې خلک له لوی سرخوږي سره مخ کړي دي.
د مطلب کود: 191664