دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 191666
بایومېټریک دستګاوو کې د نوي پوسټکالي پر نه نصبولو د ګوندونو نیوکې
سیاسي ګوندونو او بهیرونه پر ټاکنو کمېسیون نیوکه کوي چې دغه بنسټ په بایومېټریک دستګاوو کې نوی پوسټکالی نه دی نصب کړی.

دغه ګوندونه او سیاسي بهیرونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه پوسټکالی (سافټ‎وېر) چې د رایې د تکرار مخنیوی کوي د بایومېټریک په دستګاوو کې نصب کړی نه دی او همدارنګه د دغو دستګاوو زېرمتون هم نه دی چمتو کړی. 
د هېواد سیاسي ګوندونه او سیاسي بهیرونه زیاتوي، که‎چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغې اوونۍ تر پایه د بایومېټریک دستګاوو د زېرمتون په اړه هغوی ته توضیحات ورنه کړي، دا کار به یې د دې څرګندويي وکړي درغلۍ د پلان په حال کې دي.
دا ګوندونه او سیاسي بهیرونه همدارنګه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د روڼتیا په تړاو لازم مالومات نه دي ورکړي.
د ګوندونو او سیاسي بهرنونو د کمېټې غړی همایون جریر په دې اړه وايي:«کمېسیون نه دی توانېدلی چې د ټاکنو د روڼتیا په اړه نوماندانو او ګوندونو ته مالومات ورکړي، زه په دې باور یم چې پوسټکالي، چې ټاکل شوې وه نصب شي او د هغه پر بنسټ ګوتې وپېژندل شي او عکس تشخیص شي تراوسه د بایومېټریک زېرمتون (ډیوایس) سره نښلول شوي نه دي او همدارنګه مرکزي سرور هم له یوزر سره سمبال شوی نه دی که‎چېرې نوي پوسټکالي نصب شي د کار وړ وي. نوماندانو او ګوندونو پرېکړه کړې چې کمېسیون دې موږ ډاډمن کړي چې ټاکنې به رڼې وي.»
 دا ګوندونه او سیاسي بهیرونه‎ وایي چې که د ټاکنو په ورځ  بایو مېټریک دستګاوې د تکراري رایو مخه ونه‎نیسي، د ګوندونو او سیاسي بهیرونو لپاره به د ټاکنو پایلې د منلو وړ نه وي.
د ګوندونو او سیاسي بهرنونو د کمېټې غړی نوررحمان اخلاقي وویل:«هېڅ مانا نه لري چې سرور فعال نه‎شي خو بایومېټریک دستګاوې ولایتونو ته واستوو، د سرور نه فعالېدل په دې مانا دي چې ټولې ژمنې چې شوې وې په پام کې نه دي نیول شوي او مقابل لوری نه غواړي چې ټاکنې ټاکنې ترسره شي او موږ تمه لرو چې تر دوه - درې راتلوونکو ورځو کمېسیون موږ ته رپوټ راکړي، چې د درملوک شرکت له خوا د سرور کار تر کومه ځایه رسېدلی، کمېسیون ژمنه کړې چې سرور فعال کړي او هر نوماند ته یو یوزر ورکړي او دا سرور د هېڅ «ډېټا» د ډېلیټ او اېډېټ وړتیا ونه‎لري او یوازې ولیدل شي که‎چېرې دا سرور فعال نه‎شي په دې مانا ده چې دا هرڅه له یوه سیټماټیکې درغلۍ سره تړلي دي.»
اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کوي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې به د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړې رحیمه ظریفي وايي:«موږ نه وایوو چې موږ په خپل کار کې ننګونې او ستونزې نه‎لرو، خو له مخکې هم ننګونې نه شو تعیینولای، د ټاکنو مدیریت له تخنیکي پلوه چمتو دی، دېوایسونه پلورل شوي، د تېرو ټاکنو موندنې مطالعه شوي، بدلون رامنځته شوی، د پالیسۍ په کچه زموږ ټول کارونه بشپړ دي.»
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس  حبیب الرحمان ننګ حرګندوي:«سرور بشپړ دی د هغه ټول کارونه بشپړ شوي، وېب‎پاڼه هم بشپړه شوې او هغه څه چې موږ یې ژمنه کړې وه دا چې نوماندانو ته باید یوزر ورکړل شي، هغه هم بشپړ دی خو بیا هم موږ هغه ازمایوو.»
خو پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر تخنیکي چمتوالي بې باوره دي.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون ټول هېواد ته له ټاکنیزو توکو سره د بایو مېټریک څه باندې ۲۳ زره دستګاوې استولي دي او ټاکل شوې ده، د تلې په شپږمه په ولسمشرۍ ټاکنو کې له همدغو دستګاوو کار واخیستل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8zpjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته