دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 191679
په افغانستان کې یو امریکایي پوځي وژل شوی
په افغانستان د ناټو قاطع ماموریت پدې هیواد کې د یو امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

ناټو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پوځي د دوشنبې په ورځ سپتمبر ١٦ (وږي ٢٥) د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی، خو د پیښې د ځای او ددغه پوځي د هویت په اړه یې جزییات ندي ورکړي.
له دې دمخه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په ځانمرگي برید کې د یو امریکایي سرتیري وژنه ددې سبب شوه چې د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره خپل د سولې مذاکرات ودروي.
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو فسخه کول په یو ټویټ کې اعلان کړل او وویل: "طالبانو په کابل په وروستي برید سره لویه اشتباه کړې ده".
طالبان چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا سره یوې موافقې ته نژدې شوي وو ددغو مذاکراتو په لغو کیدو حیران شول او له امریکا نه یې پدې برخه کې وضاحت وغوښت.
د مذاکراتو له فسخه کیدو وروسته امریکایي مقاماتو خبرداری ورکړ چې پر طالبانو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzaz3t1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته