دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 191697
پروان کې چاودنې د ۲۴کسانو ژوند واخیست
د پروان ولایت په چاریکارو ښار کې د ولسمشر غني ټاکنیزې غونډې ته نېږدي د ماین چاودنې د ۲۴ کسانو ژوند واخیست او ۳۱ نور یې ټپیان کړل.

د پروان ولایتي روغتون رییس، قاسم سنګین وايي تر اوسه د چاودنې له کبله ۲۴ مړي او ۳۱ ټپیان د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
چاودنه نن(سې‎شنبې د وږي په ۲۶مه نېټه) هغه مهال شوې ده چې ښاغلي غني غوښتل خپل وینا پیل کړي.
چاودنه کې ښاغلي غني ته زیان نه دی اوښتی او غونډې ته یې خپله وینا ترسره کړه.
پروان کې سیمه‎ییز خبریال وايي چاودنه غونډې ته د ننوتو په دروازه کې شوې ده.
پروان کې سیمه‎ییز خبریال وايي چاودنه هغه مهال شوې ده چې ولسمشر غني غوښتنه خپله وینا پیل کړي او نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار وايي چاودنه د چسپکي ماین چاودنې له کبله شوې ده.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
 
https://avapress.com/vdci3zazyt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته