دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 191717
رویترز
رویترز
نن سې شنبې د (تلې په ۲۶مه) د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرګي برید ۲۲ تنه وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ تنه نور ټپيان کړي دي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې سیمې د مسعود څلورلارې ته نږدې چاودنې پخلی کوي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«نن د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه د احمدشاه مسعود څلولارې ته‎څېرمه په عمومي سړک کې ځان ته چاودنه ورکړه. په دغې ترهګریزه پېښه کې د شپږو پوځیانو په ګډون ۲۲ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۳۸ تنه نور ټپيان دي، د شهیدانو او ټپيان په منځ کې ماشومان او ښځې هم شته.»
خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي:«ترهګر طالبان، د جګړې په ډګرونو کې د افغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ځپل شوي او د جګړې په هر ځای کې له ماتې سره مخ دي، له دې امله هغوی له وېرې او وحشت سره د ملکي کسانو پر خلاف بریدونه ترسره کوي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو اصلي ساتوونکي دي او ډېر ژر به د دغو بریدونو غچ له ترهګرو طالبانو څخه واخستل شي.»
دا برید د امریکا سفارت ته‎څېرمه شوی دی.
اخوا د برید مسوولیت طالبانو منلی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88b8zrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته