کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونو افغانستان خپل ماموریت یو کال وغځوه

27 سنبله 1398 ساعت 12:16

د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان لپاره ددغه سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی.



د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په وروستۍ ورځ، د یوه پرېکړه لیک مسوده تایید کړه او ورسره دغه ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷مې وغځېد.
ملګري ملتونو همداراز په کابل او پروان کې د طالبانو سه شنبې ورځې (سپټمبر ۱۷مه) خونړۍ حملې هم په سختو ټکو وغندلې چې ۴۸ کسان یې ووژل.
چین چې وړاندې یې په دې اړه د امنیت د شورا له پریکړه لیک سره مخالفت کړی و، د المان او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو په پایله کې یې پرون دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.
تر دې مخکې چین غوښتل ددغه هیواد "د یوې لارې، یو کمربند" د یو ټریلیون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې یاده شي.
د امریکا متحده ایالاتونه له دې وړاندیز سره موافق نه و چې له کبله یې په دې اړه د امنیت شورا رای ورکول له دوشنبې څخه سه شنبې ته وځنډېدل.
په ملګري ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د پریکړه لیک مسودې ته د مثبتې رای په ورکولو د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "باید په پام کې ولرو چې د افغانستان اقتصاد ډیر مهم دی، ترڅو په پایله کې یې په دغه هیواد کې سوله او ثبات رامنځته شي. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي، هیڅ هېواد حق نه لري چې د یو بهتر ژوند د لرلو په لاره کې د دوی خنډ شي."
د ملګري ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري دا مهال روسیه کوي.
په ملګري ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ددې شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د یوناما د ماموریت د دوام پریکړه لیک تایید کړ.
په ملګري ملتونو کې د امریکا سفیرې کیلي کرفټ هم د امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د خپل هېواد د ملاتړ یادونه وکړه.
هغې وویل: "موږ د افغانستان خلکو او په دغه هیواد کې دایمي سولې ته پر خپلو ژمنو ولاړ یوو. موږ به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، د امنیت د شورا له غړیو او د افغانستان له خلکو او حکومت سره کار وکړو، ترڅو په افغانستان کې د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخو کې پرمختګونه ولرو."
د امریکا متحده ایالاتونه، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه د ملګري ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي دي. همدارنګه اوسمهال المان، بیلجیم، اندونیزیا، کویت، پیرو، پولنډ، جنوبي افریقا، ډومینیکن جمهوریت، عاج ساحل او استوايي ګینه ددې شورا موقتي غړي دي.
 


د مطلب کود: 191750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191750/ملګري-ملتونو-افغانستان-خپل-ماموریت-یو-کال-وغځوه

آوا
  https://www.avapress.com