دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 191761
ننګرهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر مرکز وسله‎وال برید
د ننګرهار جلال اباد ښار درییمې حوزې سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼې پر مرکز ځانمرګی برید شوی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي برید نن(چهارشنبې د وږي په۲۷مه نېټه) له غرمې وروسته کابو یوه نیمه بجه شوی.
د والي ویاند تر اوسه د مرګ ژوبلې په تړاو یې مالومات نه دي ورکړي، خو روغتیايي چارواکي وايي چې کابو لس تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
داسې راپورونه شته چې یو شمېر وسله‎وال یاد مرکز ته د ننه شوي دي او خال خال ډزې  روانې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai6n6649no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته