د ننګرهار جلال اباد ښار درییمې حوزې سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼې پر مرکز ځانمرګی برید شوی.
ننګرهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر مرکز وسلهوال برید
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1398 ساعت 15:32
د ننګرهار جلال اباد ښار درییمې حوزې سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼې پر مرکز ځانمرګی برید شوی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي برید نن(چهارشنبې د وږي په۲۷مه نېټه) له غرمې وروسته کابو یوه نیمه بجه شوی.
د والي ویاند تر اوسه د مرګ ژوبلې په تړاو یې مالومات نه دي ورکړي، خو روغتیايي چارواکي وايي چې کابو لس تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
داسې راپورونه شته چې یو شمېر وسلهوال یاد مرکز ته د ننه شوي دي او خال خال ډزې روانې دي.
د مطلب کود: 191761