کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د برېښنا نشتوالي د امریکا سفیر اندېښنې راپارولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1398 ساعت 15:37

کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي، داسې ریپوټونه یې ترلاسه کړي چې د تدراکاتو ملي اداره د کابل د برېښنا تولیدونکې فابریکه د تېلو پېردلو اجازه نه ورکوي، خو نوموړي ددغې راپورونو د کره والي په اړه ډاډه نه دی. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په عام المنفعه تاسیساتو د طالبانو بریدونه ترهګریز عمل بولي.



جان بس وایي: «ریپوټونهاورمچې د تدراکاتو ملي اداره د کابل یوازنۍ برېښنا تولیدونکې فابریکې ته د تېلو پېردلو اجازه نه ورکوي، په داسې حال کې چې امریکا او غوڅ ملاتړ ماموریت له افغان ځواکونو سره د برق مزیو د رغونې په برخه کې ملاتړ کوي.»
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان خلک د څو ورځو راهیسې د برق په پایو د وسله والو طالبانو د بریدونو له امله د برېښنا له نشتوالي او نورو ستونزو نه ځوریږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د برق پر پایو او مزیو د وسله والو طالبانو بریدونه ترهګریز عمل بولي.
بلخوا د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، دغه شرکت هره ورځ د کابل اوسیدونکو ته ۵۰ میګاواټه حرارتي بریښنا ورکوي.
دا په داسې حال کې دي چې لدې وړاندې ددغه شرکت مسؤلینو ویلي و چې ددغه شرکت توربینونه د ۱۵۰ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.
ورته مهال دافغانستان د بریښنا شرکت وایي، نن چهارشنبه له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲:۵۵ دقیقې د بغلان ولایت په حسن تال او ډنډ شهاب الدین سیمو کې د برق د نړېدلو پایو د رغونې کار پیل شوی دی.
 


د مطلب کود: 191763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191763/کابل-کې-د-برېښنا-نشتوالي-امریکا-سفیر-اندېښنې-راپارولې

آوا
  https://www.avapress.com