کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو په مرکز وسله وال برید شوی

27 سنبله 1398 ساعت 15:44

د نن ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي، نن چهار شنبه له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې کې د الکترونيکي تذکرو مرکز کې ځانمرګی برید شوی او وروسته بریدګر یاد مرکز ته د ننه شوي.



د عطاء الله خوګیاڼي له قوله، افغان امنيتي ځواکونه ياد مرکز ته رسيدلي، ترڅو کار کوونکي وژغوري او تهديد لمنځه یوسي.تردې دمه کومې ډلې د پیښې پړه نه ده منلې.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وایي، تردې دمه د پیښې له سیمې ۱۲ ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
 


د مطلب کود: 191766

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191766/ننګرهار-کې-د-الکترونيکي-تذکرو-په-مرکز-وسله-وال-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com