دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 191766
ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو په مرکز وسله وال برید شوی
د نن ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي، نن چهار شنبه له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې کې د الکترونيکي تذکرو مرکز کې ځانمرګی برید شوی او وروسته بریدګر یاد مرکز ته د ننه شوي.

د عطاء الله خوګیاڼي له قوله، افغان امنيتي ځواکونه ياد مرکز ته رسيدلي، ترڅو کار کوونکي وژغوري او تهديد لمنځه یوسي.تردې دمه کومې ډلې د پیښې پړه نه ده منلې.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وایي، تردې دمه د پیښې له سیمې ۱۲ ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvydyvw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته