دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 191802
عمران خان: هڅه کوو چې د طالبانو او امریکا خبرې بیا پیل شي
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په درېدو خواشینی دی او هڅه کوي چې دا خبرې بیا پیل شي.

ده دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په تورخم پوله هغو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وکړې چې د دغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستلو لپاره جوړ شوي وو.
عمران خان په دغه غونډه کې د تورخم دروازه په رسمي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیسته چې اوس به دغه دروازه ټوله اوونۍ ۲۴ ساعته شپه او ورڅ پرانیستې وي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ د ځنډېدلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل، دا د پاکستان او افغانستان بدمرغي ده چې د طالبانو او امریکا خبرې وځنډېدې، خو ټینګار یې وکړ: زه ګڼم چې دا د افغانستان او پاکستان بدمرغي ده چې [د طالبانو او امریکا] په خبرو کې خنډ راغی، خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به په دې لړ کې پوره قوت زور لګوو چې دا خبرې له یوه نه یوې لارې بیا پیل شي او امن شي، ځکه چې تر افغانستان وروسته د امن ډېره ګټه پاکستان ته ده.
عمران خان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو په لړ کې وویل، موږ چې څومره کولی شول، هومره مو له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کړې او دا هڅې به روانې وي.
د یادونې وړ ده چې د تورخم پولې د ۲۴ ساعته پرانیستلو په دغه مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم ګډون کړی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzq9qxak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته