کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد نن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پوښتنې ځوابوي

28 سنبله 1398 ساعت 10:10

د افغانستان د سولي او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.



دغې کمېټې ویلي چې خلیلزاد یې وروسته له هغې احضار کړ چې څو وارې یې د دې کمېټې له غړو سره یې له کتنې ډډه کړې وه.
د هغې موافقې له مخې چې د بهرنیو چارو وزارت او د دې کمېټې ترمنځ شوې، خلیلزاد به نن سهار د دغې کمېټې په یوه محرمانه غونډه کې برخه واخلي او له هغې وروسته به د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز چې هغې هم څو وارې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره کتلي، په یوه استماعیه غونډه کې د افغانستان په اړه د دې وزارت پر پالېسۍ رڼا اچوي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انګل په یوه بیان کې وویل، ما غوره بلله چې له خلیلزاده په خلاصه غونډه کې واورم، خو بیا هم خوښ یم چې زموږ غړي به د دې فرصت چې له اوږدې مودې یې په تمه وو، ولري چې د سولې د پلان په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه: دا لازمه نه وه چې له دغې کمېټې سره د بهرنیو چارو وزارت د کار کولو لپاره احضاریه صادره شي او موږ ته اجازه راکړل شي چې خپله د څارنې دنده سرته ورسوو.
د استازو جرګې د سپټمبر په ۱۲ څو ورځې وروسته له هغې ښاغلی خلیلزاد غونډې ته ور وباله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د نهو پړاونو خبرو اترو ترسره کېدو وروسته چې یوه موافقه هم ترلاسه شوې وه، ناببره دغه خبرې لغوه اعلان کړې.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي چې ډېر له دې ستړې شوي وو چې د ټرمپ اداره نه وه توانېدلې چې خلیلزاد ته اجازه ورکړي چې د دې کمېټې غړو ته د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړي.
خلیلزاد د سنا جرګې چې اکثریت یې د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی، غړو ته په دې اړه معلومات ورکړي وو، خو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې درې غوښتنې یې ردکړې وې.
 


د مطلب کود: 191804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191804/خلیلزاد-نن-د-امریکا-استازو-جرګې-بهرنیو-اړیکو-کمېټې-پوښتنې-ځوابوي

آوا
  https://www.avapress.com