دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 191826
کرزي له امریکا وغوښتل چې د سولې خبرې بیا پیل کړي
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو پر بیا پیلیدو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغانان د سولې د مذاکراتو ودرول اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه: "له امریکا څخه غواړم چې د مذاکراتو پیل باید، شفافه، څرګنده او په ریښتني ډول د افغانستان او د سولې لپاره وي".
ښاغلي کرزي پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي او څرنګه چې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي، له افغان حکومت سره هم مذاکرات پیل کړي.
هغه په افغانستان کې روانه جګړه د "افغانانو قتل عام" وباله او زیاته یې کړه، چې د ښکیلو خواوو له خوا د یو او بل د وژلو ادعاګانې د "شرم وړ" دي.
ښاغلي کرزي وویل: "هم طالبان دې له دغو چاودنو چې د افغانستان د عامو وګړو د وژلو سبب کېږي وشرمېږي او هم دې زموږ حکومت، زموږ جمهور رئيس له دغو اعلاناتو چې د طالبانو په نوم د افغانانو د قتل په اړه یې کوي، وشرمېږي".
پخواني ولسمشر د روسیې، چین او جرمني هیوادونو څخه د دغو مذاکراتو د بیا پیلیدو په اړه د غږ پورته کولو له امله مننه وکړه او وې ویل: "موږ هیله لرو چې د افغانستان ګاونډیان او همدا درې هیوادونه چې له وړاندې یې د مذاکراتو د بیا پیلېدو غږ کړی دی، خپل غږ لاپسې لوړ کړي او خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي".
حامد کرزي وویل، په هغه صورت کې چې امریکا د سولې خبرې بیا پیل نه کړي، نو روسیه او چین دې د سیمې د امنیت لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات، چې له تیرو ۹ میاشتو راهیسې روان وو، د هغه امریکایي سرتیري لخ وژل کیدو وروسته په ټپه ودریدلې. چې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې له طالبانو سره یې خپله پټه لیدنه لغوه کړې او د سولې خبرې یې ودرولي دي.
 
https://avapress.com/vdccisqse2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته