کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بشري حقونو کمېسیون: په تېره اوونۍ کې ۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۷ ټپیان شول

28 سنبله 1398 ساعت 15:52

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېره اوونۍ کې په بېلابېلو حملو کې ۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۷ کسان ټپیان شوي چې دا د حملو شدت ښيي.



د دغه کمېسيون ویاند شکرالله مشکور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"په دغې اوونۍ کې ۷۸ ملکي کسان مړه دي او ۱۷۷ ټپیان شوي دي، له بده مرغه د حملو شدت زیات شوی او د جګړې له دواړو لورو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کړې چې په جګړه کې دې له هغو تکتیکونو لاس واخلي چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي."

ښاغلی مشکور وايي، دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د زابل د مرکز قلات ښار د نن ورځې د موټربم حملې د تلفاتو له شمېر وروسته دا شمېرې نورې هم لوړې شي.
د ښاغلي مشکور په خبره، دا هغه شمېرې دي چې د پېښو مسؤلیت یې طالبانو منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې په کابل، پروان او نن د پنجشنبې په ورځ په زابل ولایت کې د طالبانو له لوري حملې ترسره شوي دي چې زیات شمېر ملکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د روانې سې شنبې په ورځ په پروان او کابل کې د انتحاري حملو له امله له پنځوسو ډېر ملکیان ووژل شول او شااوخوا اویا تنه نور پکې ټپيان شول.
له دې پېښې یوه ورځ وروسته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د تذکرو د وېش په دفتر وسله والو حمله وکړه چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، څلور تنه په کې ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول، که څه هم د جلال اباد د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې ونه مانه، خو د کابل او پروان د انتحاري حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

دغه شان د پنجشنبې په ورځ د زابل په مرکز قلات ښار کې طالبانو د موټربم حملې له امله لسګونه ملکیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې افغان حکومت وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې، ځکه يې پر ولسي وګړو حملې پیل کړي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل:
"دا پېښې دا ښيي چې د جګړې په ډګر کې یې ماتې منلې او هغه څه چې د یوې پروسې په نوم اهداف ګرځولي وو او تر لاسه یې نه کړل، نو له بده مرغه د ملکیانو پر وژلو یې لاس پورې کړ."
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګوندې دا ډله په خپلو حملو کې ولسي وګړي په نښه کوي.
ښاغلی مجاهد وایي، تر ډېره یې د بریدونو هدف نظامیان وي، خو ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
په روانه جګړه کې ولسي وګړي یوازې د طالبانو په حملو کې نه وژل کېږي، بلکې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات او هوايي حملې هغه څه دي چې له امله يې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د افغانستان د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېرو پنځلسو ورځو کې په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په عملیاتو کې له لسو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې طالبان د انتخاباتو په درشل کې د حملو په زیاتېدو غواړي، ترڅو د عامو خلکو او افغان امنیتي ځواکونو روحیه ضعیفه کړي او خلک په دغو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

 


د مطلب کود: 191834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191834/د-بشري-حقونو-کمېسیون-په-تېره-اوونۍ-کې-۷۸-ملکي-وګړي-وژل-شوي-او-۱۷۷-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com