د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ طالبان شپېته زره فعال جنګیالي لري او نوي زره نور په بېلا بېلو فصلونو کې له هغوی سره یو ځای کیږي.
د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې رييس جان سپکو ویلي؛ د دوی عادي ژوند ته راګرځول د امریکا مالي ملاتړ ته اړتیا لري، چې اوس د امریکا په ګډون هیڅ بنسټ دغې برخې ته کار ندی کړی.
سیګار وايي، چې عادې ژوند ته د طالب جنګیالیو د راګرزولو تېر پروګرامونه هم ناکام ول.
ښاغلی جان سپکو وایي؛ زمونږ څېړونو وښوده، چې عادې ژوند ته د طالبانو د راګرزولو هیڅ پروګرام ګټور نه و او د تاوتریخوالي له کمولو سره یې هیڅ مرسته نده کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ ناوړه اقتصادي حالت د دې لامل شوی، چې طالبان له افغان دولت سره د یو ځای کیدو او عادي ژوند ته د راګرزيدلو لپاره زړه ښه نکړي.
سیګار خپل تازه راپور په داسې حال کې خپروي، چې د طالبانو او امریکا خبرې په ټپه ولاړې دي او په افغانستان کې جګړه په بې سارې توګه ګرمه شوې ده.