دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 191895
سږکال بامیان ولایت کې د کچالو حاصلات ۱۷۰ زره ټنو ته رسیدلي
د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د تیرکال پرتله شاوخوا لس زره ټنه زیات کچالو تولید شوي دي.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په روان ۱۳۹۸ لمریزکال کې په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره ټنه کچالو تولید شوي، چې د تیرلمریز کال پرتله د کچالو په حاصلاتو کې تر لس زره ټنو پورې زیاتوالی ښيي.
تیرکال په دغه ولایت کې وچکالي وه، چې له امله یې بزګرانو شاوخوا ۱۶۰ زره ټنو کچالو حاصل اخیستی وو.
د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب محمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغیزې کمې شوي، چې ورسره د کچالو حاصلات هم زیات شوي دي.
ښاغلي محمدي وویل " سږکال مونږ بامیان ولایت کې د کرهڼې په سکټور کې د یو ښه حاصل شاهدان یو،چې اکثره کرهڼیزو محصولاتو وده لرله په ځانګړي ډول د بامیان کچالو ښه وده کړې ده".
بامیان ولایت په افغانستان کې د کچالو د حاصلاتو په برخه کې لومړی مقام لري.
د بامیان ولایتي چارواکي وايي، چې سږکال د تیر کال پرتله د کچالو د خرڅلاو بازار هم ښه دی او اوس مهال یو من کچالو تر سلو افغانیو پورې خرڅیږي، تیرکال دا اندازه کچالو تر اتیاو افغانیو پورې پلورل کیدل.
د محمد داد په نوم یو بزګر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال د کچالو د حاصلاتو څخه راضي دي.
ښاغلي محمد داد وویل، چې حتی تر ۱۱۰ افغانیو یې هم یو من کچالو پلورلي دي.
په افغانستان کې د سړو خونو د نشتوالي له امله د افغانستان کرهڼیز توکي دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته په ازانه بیعه صادریږي، چې دننه په افغانستان کې د کرهڼیزو توکو د کمې سبب ګرځي او حتی ځینې توکي بیرته له دغو هیوادونو افغانستان ته واردیږي.
د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دا ستونزه مني، خو وایي، ټاکل شوې، تر یو کال پورې به په دغه ولایت کې په سلګونو سړې خونې جوړې شي، چې ورسره به بزګران وکړی شي، د حاصلاتو د ترلاسه کولو وروسته هم د اوږدې مودې لپاره خپل کرهڼیز توکي په سړو خونو کې وساتي.
د چارواکو د وینا له مخې دا کار به په بازار کې د کرهڼیزو توکو د بیعو د پریوتو سره هم مرسته وکړي او د بزګرانو د عاید د زیانمنیدو مخه به ونیسي.
همداشان د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کچالو د بیعې د پریوتو د مخنیوي لپاره د کچالو د تولیدونکو بزګرانو یو ټولنه هم جوړه کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zazwt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته