کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1398 ساعت 15:07

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه.



د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ۱۶ کلنې فوټبال لوبډلې په دغه لوبه کې نیپال ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
د افغانستان تر ۱۶ کلنو عمره فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د فلسطین پر وړاندې ۲ پر ۲ مساوي کړې وه.
د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې د افغان لوبډلې بله لوبه د يکشنبې په ورځ د کوربه ایران پر وړاندې ده چې په بریا سره به یې د دغو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.


د مطلب کود: 191903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191903/د-افغانستان-تر-۱۶-کلنو-کم-عمره-فوټبال-لوبډلې-نیپال-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com