کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت: د قلات برید پلانونکي مو ونیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1398 ساعت 16:39

ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د زابل په مرکز قلات ښار د ځانمرګي برید پلانونکي ونیول.



د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (شنبې د وږي په ۳۰مه) رسنیو ته استولې راغلي دي، چې د هغو درې تنو په ګډون چې د قلات شار په برید کې یې لاس درلود، د طالبانو نهه غړي غزني ولایت کې د ګومانډو او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په یوه ځانګړي عملیات کې نیول شوي دي.
د قلات ښار د مُلکي روغتون ته‎نږدې د موټر بم چاودنه کې، لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د ملي امنیت یو مرکز یې په قلات کې په نښه کړی دی.
ملي دفاع وزارت، همدارنګه ویلي چې په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، د چاودېدونکو توکو درې ته چمتوونکي له دوه مازدا ډوله موټرو سره چې له چاودېدونکو توکو ډګ وو نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 191912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191912/ملي-دفاع-وزارت-د-قلات-برید-پلانونکي-مو-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com