دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 191913
ټرمپ: طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې ساری نه لري
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.

ډونالد ټرمپ ویلي، اوس طالبانو ته هم جوته شوې چې له ده سره په معامله کې تېروتي دي.
ټرمپ دا خبره پرون د سپټمبر په شلمه په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له صدراعظم سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وکړه.
ډونالد ټرمپ وویل چې له وسله والو طالبانو سره یې د امریکا خبرې د دې لپاره لغوه کړې چې هغوی اوربند ونه کړ او د خلکو وژلو ته یې د قدرت د څرګندولو د وسیلې په توګه کتل.

ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: دا چې هغوی اوربند ونه کړ، زما خوښه نه شوه، که هغوی اوربند نه شو کولی، نو موږ ولې ځان ته تکلیف ورکاوه؟
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې وسله وال طالبان په تېرو نولسو کلونو کې داسې نه وو ځپل شوي، لکه اوس په دې څو ورستیو ورځو کې چې ځپل شوي دي.
ډونالد ټرمپ وایي: موږ په افغانستان کې وسله وال طالبان داسې سخت وهلي چې په وروستیو نولس کلونو کې نه وو وهل شوي، هغوی سخت ځپل شوي، له ډېرو معتبرو سرچینو ماته دا خبره هم را ورسېده چې هغوی وايي چې له دې سړي سره موږ تېروتنه وکړه، هغوی اشتباه وکړه.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د سپټمبر په نهمه نېټه په کابل کې د دوهمو مکروریانو پر سړک تر چاودنې وروسته له وسله والو طالبانو سره خبرې لغوه کړې.
په هغه چاودنه کې د یوه امریکايي عسکر په شمول ۱۲ تنه وژل شوي وو.

ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، وسله والو طالبانو داسې ګڼله چې د دولسو کسانو وژل د زور او قوت څرګندولو نښه ده.
ټرمپ وویل، کله چې یې په هغه پېښه کې د خلکو د وژل کېدو او زخمي کېدو خبره واروېده، پرېکړه یې وکړه چې له طالبانو سره خبرې په درد نه خوري.
ټرمپ وویل: په هغه ګړۍ مې وویل چې زه نور له هغوی سره معامله نه غواړم.

په قطر کې د د وسله والو طالبانو یوه استازي څو ورځې وړاندې رسنیو ته وویل چې د مذاکرو لپاره یې دروازې خلاصې دي.
وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی وباله.​
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو چې د افغانستان خلک او دولت د باعزتې او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي.
د ارګ اعلامیه وايي: موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
 
https://avapress.com/vdcjvvevtuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته