د ملې دفاع وزارت د خبرپاڼې مخې، په غزني ولایت کې د مبین په نوم عملیاتو د دویم پړاو په ترڅ کې پرون شنبه افغان ځواکونو د جغتو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د جغتو ولسوالۍ په آزادیدو سره، د غزنی ولایت مالستان، جاغوري، اجرستان او ناوړ ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز سره ونښلول شوې.
د غزني ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د مبین په نوم عملیات د ملي اردو د دريمې لېوا مخکيني قومندان ډګروال عبدالمبين(مجتبی) ته چې څو اونۍ مخکې قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شو، د درناوي په پار پیل شوي دي.