دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 191970
افغانستان له ازبکستان سره د برېښنا پیرودلو لس کلن قرارداد وکړ
د افغانستان برېښنا شرکت د ازبکستان د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د لسو کلونو لپاره په پخوانۍ بیه د برېښنا پیرودلو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون تېره ورځ د سپټمبر پر ۲۱ (وږې ۳۰) په تاشکند کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان "CAREC" د انرژۍ وزیرانو په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان د برېښنا شرکت د رئیس انجنیر امان الله غالب او ازبکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ناسته کې د منځنۍ آسیا هیوادونو (ترکمنستان-ازبیکستان) برېښنا شبکو سره د افغانستان د برېښنا شبکې یو ډول کولو «سنکرونايزیشن» هوکړه هم وشوه، چې په دې ډول به افغانستان ۶۰۰ میلیون ډالره کلنۍ سپما کړي او د برښنا د لیږد برخه کې به د یوې څلور لارې ځای خپل کړي.
نوموړي زیاته کړه:"دې سره به خصوصي سکتور ته هم د برېښنا سوداګرۍ اجازه او د برېښنا شبکې له لارې د برېښنا لیږد اجازه ورکړل شي، څو وکړای شي په هیواد کې دننه او یا ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا صادرولو چاره آسانه شي."
د دغه پروژي ټول لګښت اسيايي پرختايي بانک ورکوي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له‌مخې دغه هېواد دا مهال له ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا واردوي.
افغانستان حدود ۷۰ درصد برق مورد نیاز خود را از اوبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان و ایران وارد می‌کند و هچنان نزدیک به ۳۰ درصد برق مورد نیازش را از تولیدات داخلی تامیین می‌کند.
د دې ترڅنګ افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي
دا نوی قرارداد پر داسې مهال کېږي، چې تېره اونۍ په شمالي ولایت بغلان او کندز کې د وارداتي برېښنا د پایو د تخریب له امله د کابل په ګدون نهه ولایتونه د څو ورځو لپاره له برېښنا څخه بې برخې و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmsqsx2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته