دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 191978
امریکا باید د افغانستان د حکومت په ګډون د سولې نوې خبرې پیل کړي- راین کراکر
په کابل کې د امریکا پخواني سفیر له خپل هېواد غوښتي، چې له طالبانو سره په یوه بله سیاسي بڼه د سولې خبرې پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر ټینګار کړی، چې د افغان دولت په نشتوالي کې له امریکا سره د طالبانو خبرې یوه ستره تېروتنه وه او امریکا باید افغانستان هغو کسانو ته تسلیم نکړي، چې دا هېواد یې پر کنډواله بدل کړی دی.
له فاکس نیوز سره په خبرو کې راین کراکر ویلي؛ که له طالبانو سره د سولې خبرې پیلیږي، دا ځل باید افغان دولت د دې خبرو په لومړۍ کرښه کې وي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر څرګنده کړې؛ مونږ اړتیا لرو، چې په یو ډول له نوي سیاسي بهیر سره را وګرځو؛ خو دا بهیر باید ډېر نوی او افغان دولت یې په مرکزیت کې وي. که طالبان ور سره هوکړه ونکړي، باید په تمه شو، چې هغوی دې کړنې ته چمتو شي.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي، چې امریکا جګړه نه ده بایللې او طالبان د افغانستان د څلوردېرش ولایتونو پر یو مرکز هم کنترول نلري.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغان دولت په نشتوالي کې خبرې اترې یوه لویه تېروتنه وه. که مونږ له طالبانو سره خبرې کوو او افغان دولت په کې برخه ونلري؛ مونږ هغه دولت بې واکه کوو، چې کلونه مو د خپلو وینو او پانګې په بیه ترې ملاتړ کړی دی.
مخکې له دې طالبانو له امریکا سره د خبرو بیا پیل ته چمتووالی څرګند کړی و؛ خو امریکا تر اوسه شین څراغ ندی ښکاره کړی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca06n6a49noo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته