د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه یې په چارو کې چټکتیا، همغږي د یو او بل په کاري بهیر کې نه لاسوهنه .
د دواړو کمیسیونونو مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې خپل مسوولیتونه به په خپلواکه توګه ترسره کړي او د رڼو، عادلانه او سراسرې ټاکنو لپاره به ښه زمنیه هم برابره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د ټولو اساسو او غیر اساسو توکو لیږد او د اړتیا وړ کارکوونکیو ګمارنه بشپړه شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ ویلي، چې ټاکنیز کمیسیونونه خپل مسوولیتونه په خپلواکه توګه تر سره کوي او د هیڅ راز کورنیو او بهرنیو فشارونو او غوښتنو تر اغېز لاندې نه راځي.
هغې دا هم ویلي؛ د ټاکنو د روڼتیا د خوندیتابه لپاره یې له یوسل و دیارلس څارونکیو بنسټونو، ملي او نړیوالو رسنیو څخه باورلیکونه ترلاسه کړي دي.
د تلي پر شپږمه ټاکنې کیدونکي دي؛ خو د طالبانو ګواښونه او په دي بهیر کې احتمالي درغلۍ سترې ستونزې او ننګونې پخخپل ځای پاتې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)