کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو کمیسیونونه د رڼو ټاکنو له تر سره کولو ډاډ ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سنبله 1398 ساعت 19:01

د ټاکنو خپلواک کمیسيونونه د تلې شپږمې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره له وروستي چمتوالي ډاډ څرګندوي او وایي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې هم ښه زمینه برابره کړې ده.


د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه یې په چارو کې چټکتیا، همغږي د یو او بل په کاري بهیر کې نه لاسوهنه .
د دواړو کمیسیونونو مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې خپل مسوولیتونه به په خپلواکه توګه ترسره کړي او د رڼو، عادلانه او سراسرې ټاکنو لپاره به ښه زمنیه هم برابره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د ټولو اساسو او غیر اساسو توکو لیږد او د اړتیا وړ کارکوونکیو ګمارنه بشپړه شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ ویلي، چې ټاکنیز کمیسیونونه خپل مسوولیتونه په خپلواکه توګه تر سره کوي او د هیڅ راز کورنیو او بهرنیو فشارونو او غوښتنو تر اغېز لاندې نه راځي.
هغې دا هم ویلي؛ د ټاکنو د روڼتیا د خوندیتابه لپاره یې له یوسل و دیارلس څارونکیو بنسټونو، ملي او نړیوالو رسنیو څخه باورلیکونه ترلاسه کړي دي.
د تلي پر شپږمه ټاکنې کیدونکي دي؛ خو د طالبانو ګواښونه او په دي بهیر کې احتمالي درغلۍ سترې ستونزې او ننګونې پخخپل ځای پاتې دي.
 


د مطلب کود: 191980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191980/د-ټاکنو-کمیسیونونه-رڼو-له-تر-سره-کولو-ډاډ-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com