دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 192000
خلیلزاد له عمران خان سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نیوریاک کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدنه کې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان د دولتي رسنیو د راپور له‌مخې دواړه لوري د افغان سولې په اړه، د امریکا، پاکستان او افغانستان د ګډو هڅو په اړه غږېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد په دغه کتنه کې عمران خان ته له طالبانو سره د مذاکراتو، د دغه مذاکراتو د څرنګوالې او دا چې په راتلونکې کې ورڅخه تمې څه دې معلومات ورکړل.
عمران خان چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبولۍ په ۷۴یمه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، پرون یکشنبه یې د «سپټمبر پر ۲۲مه»په نیویارک کې له زلمي خلیلزاد او جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام سره کتلي دي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې عمران په دغه لیدنه کې د افغان سولې په اړه د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ستاینه کړې او د تېر په شان یې د افغان کړکېچ د هواري لپاره پر سیاسي هڅو ټینګار کړی دی.
عمران خان همدارنګه په دغه لیدنه کې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د ژر تر ژره مذاکراتو بېرته پیلېدو غوښتنه هم کړې ده.
نوموړي ویلي، ټولې ښکېلې غاړې باید د افغان سولې او بیا پخلاینې په برخه کې ګډ کار او رول ولوبوي.
له طالبانو سره د امریکا د خبرو تر لغوه کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه له عمران خان سره لیدنه کوي.
دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه په کابل کې د طالبانو موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې هم ووژل له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.
ټرمپ د طالبانو یاد برید د سولې خبرو په جریان کې د کاذب فشار راوړل یاد کړل.
بلخوا د یادو خبرو تر لغوه کېدو وروسته تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر چین ته د سفر پر مهال ویلي، که ټرمپ بېرته د سولې خبرو ته را ونه ګرځي په افغانستان کې د هر ډول وینې تویېدنې مسؤلیت به د ډونالد ټرمپ په غاړه وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvinzv23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته