دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 192002
چارواکی: هلمند کې هوایي برید له امله ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ځانمرګو بریدکوونکو او د چاودېدونکو توکو پر ډیپوګانو ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، یاد عملیات تېره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شوي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو د چاودیدونکو توکو ډیپوګانو له منځه تللو سربیره ددغې ډلې ددرېیو مهمو قوماندانو په ګډون ۱۴تنه مخالفين وژل شوي چې له دې جملې ۶ وژل شوي وسله وال بهرنیان دي.
د خبرپاڼې له قوله،په وژل شويو کسانو کې احسان، حقبین او فرهاد چي د وسله والو طالبانود لویو بریدونو پلانولو طرحه کوونکي وو او پر ۲۱۵میوند قول اردو باندېيې د برید پلان هم جوړ کړی، هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي چې، افغان ځواکونو د واده پر مراسمو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې دي چې، د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، امنیتي بنسټونو ته دنده سپارل شوي چې د پر ټولنیزو شبکو او د وسله والو طالبانو د هغې ادعا په اړه څېړنې وکړي چې، ګواکي د یادو عملیاتو پرمهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjy8ev8uqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته