دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 192012
طالبانو په غور ولایت کې درې وروڼه وژلي
طالبانو د غور ولایت په پساوند ولسوالۍ کې له حکومت سره د همکارۍ پر تور پر درې وروڼو ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې یو له دې وروڼو د حکومت کارکوونکی او بل ښوونکی او درېیم کروندګر و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر دغو کسانو د دوشنبې پر ورځ( د تلې لومړۍ) د یادې ولسوالۍ په مرکز کې وسلوال برد شوی دی.  
حکومتي سرچینو دا هم څرګنده کړې؛ برید کوونکي د حکمتیارد حزب اسلامي غړي دي، چې څو میاشتې وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له زندان څخه خوشې شوي دي.
طالبانو او حزب اسلامي تر دې دمه د دغې خونړۍ پېښې په اړه څه ندي ویلي.
 
https://avapress.com/vdca6un6u49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته