دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 192020
چین د امریکا-طالبانو او بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ
چین وایي د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او همداشان د د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینگ شانگ،نن د سپتمبر په ٢٣ مه (تلې لومړۍ نیټې) وویل بیجینگ هیله من دی چې امریکا او طالبان مذاکراتو ته دوام ورکړي".
هغه زیاته کړه چې بیجینگ د ملي مصالحې او د سمدستي سولې او ثبات د ټینگیدو په هدف د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
طالبانو پداسې حال کې د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړل چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ددغې ډلې سره په قطر کې د سولې مذاکرات وروسته له هغې ودرول چې په کابل کې یې په یو ځانمرگي برید کې یو امریکایي او د لسو نه زیات افغانان ووژل.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې طالبان په خپل حساب کې تیروتلي دي ځکه فکر یې کاوه چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره به امتیازونه ترلاسه کړي.
د امریکا جمهور رئیس هم ویلي چې د طالبانو سره مذاکرات یې پدې خاطر بند کړل چې طالبانو نه غوښتل اوربند وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني هم ویلي چې په افغانستان کې واقعي سوله هغه وخت راتلای شي چې پدې هیواد کې وینې تویدنې پای ته ورسیږي او اوربند وشي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل ملا عبدالغني برادر ویلي چې که د امریکا جمهور رئیس په خپلو ژمنو عمل ونکړي په افغانستان کې د هر ډول وینې تویدنې مسؤلیت به د هغه په غاړه وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88evyuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته