دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 192031
هند: پاکستان په کشمیر کې د تروریستانو کمپونه بیا فعال کړي
د هند د اردو لوی درستیز ویلي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بالاکوټ سیمه کې د تروریستانو د روزنې کمپ بیا فعال شوی او نږدې۵۰۰ سخت دریځه هند ته د ننوتلو لپاره چمتو شوي دي.

بیپین راوت د تروریستانو پدغه روزنیز کمپ باندې د هند له لورې د فرورۍ د ۲۶ نیټې برید ته په اشارې ویلي چې دا ځل به د هند ځواب تر پخوا قوي وي.
د هند نظامي چارواکي په دې باور دي چې د جیش محمد ډلې تندلاري په دغه کمپ کې روزل کیږي.
د هند لوې درستیز دغه څرگنودنې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ٢٣ (تلې ١)د چینای په نظامي اډې کې په یو خبري کنفرانس کې کړي دي. هغه وویل: "پاکستان اوربند مات کړی او تروریستان یې زمونږ خاورې ته لیږلي. مونږ پوهیږو چې د اوربند ماتوونکو ته څنګه ځواب ووایو. زمونږ نظامي ځواکونه پوهیږي چې په داسې حالت کې څنګه غبرګون وښيي. "
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځینو لوړپوړو چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط اسوشیټډ پریس سره په خبرو کې دغه ټول تورونه رد کړي دي.
له بلې خوا د پاکستان صدراعظم ، عمران خان په کشمیر کې د شپې له خوا په گرځیدو باندې د بندیزونو لرې کیدل غوښتي او وعده یې کړې چې د کشمیر د ستونزې په اړه به په هرې غونډې کې خبرې کوي.
 
https://avapress.com/vdcbf5b88rhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته