کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ځينو سیاستوالان: اوسني وضعیت کې ټاکنې کړکېچ رامنځته کوونکې دي

1 میزان 1398 ساعت 20:18

مخکني ولسمشر حامد کرزي له جهادي مشرانو او هېوادوالو سره په یوې غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د هڅو د درېدو غوښتونکی دی.




د مخکني ولسمشر د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې رارونې ټاکنې به، افغانستان د یوه ژور سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي.
په هغو انځورونو کې چې له دغې غونډې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا طلوع نیوز ته رسېدلي دي ځينې سیاسي او جهادي څېرې، له هغې ډلې یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، رنګین دادفر سپنتا او همدارنګه د طالبانو پخوانی غړی اغاجان معصتم هم لیدل کېږي.
په دغې اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې اوسني شرایط، د ټاکنو پلان چې د افغانستان د خلکو د هغه مشري نه کوي او د افغانستان د خلکو د ازاده ارادې وار له مخې شرطونه شتون نه‎لري، د هېواد ټاکنې موږ د یوه ژرو سیاسي او ټولنیز کړکېچ په لور کاږي او د سولې له داعیې سره هم مرسته نه شې کولای.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، روان امنیتي وضعیت، د افغانستان د خاورې پر مهمو برخو د حکومت نه کنټرول او همدارنګه عملاً د عیني ګډون د زمینې نشتون، د ډېرو خلکو لپاره په افغانستان کې د عمومي او ټول شموله ټاکنو د نه ترسراوي نښه ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر جوړونکو او پلانونکو د افغانستان د خلکو د پراخ اعتماد نشتون او د ټاکنو پر پراخې مهندسۍ د خلکو ژور باور د دې بل لامل دی. له دي امله د افغانستان خلک له نه لېوالتیا او جدي اندېښنې سره ټاکنو ته ځي او موږ هم په دغې اندېښنه کې د افغانستان له خلکو سره په ژوره توګه شریک یوو.
د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د سولې بهیر ته پاملرنه باید ونه ځنډول شي بلکې باید ټوله پاملرنه او هم ځان باید د سولې ټینګښت او په هېواد کې د وینې تویولو ته متوجه کړو. موږ بشپړ یقین لرو چې ټول سیاستوال او وطن پال او د سولې غوښتونکي انسانان زموږ دغه غږ ته به لیبک ووايي.»
دغه اعلامیه د سولې بهیر پيل لپاره لاندې ټکي وړاندیز کوي.


د مطلب کود: 192036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192036/د-ځينو-سیاستوالان-اوسني-وضعیت-کې-ټاکنې-کړکېچ-رامنځته-کوونکې-دي

آوا
  https://www.avapress.com