دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 192041
د تېرو ۱۲ میاشتو په لړ کې هېواد کې ۳۳۰۰ تنه مُلکیان وژل شوي
د عمومي قومندانۍ مرکز او د عامې روغتیا وزارت د بیړنیو حالاتو اداره وايي چې کابو تېرو ۱۲ میاشتو کې تاوتریخوالو او ترهګریزو پېښو د څه باندې درې زره او ۳۰۰ ولسي وګړو ژوند اخیستی دی او څه باندې ۱۴ زره او ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عمومي قومندانۍ مرکز او د عامې روغتیا وزارت د بیړنیو حالاتو اداره په کابو دولسو میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زړه بوږنونکي شمېرې ثبت کړې دي.  
د دغه مرکز د شمېرو له مخې د تېر هجري لمریز کال د تلې له اوومې د روان کال د تلې تر لومړۍ پورې له ټول هېواده په ترهګرو پېښو کې څه د پاسه ۱۸۵۷۹ تنه مړه او ټپيان په دغه مرکز کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د پېښو په وړاندې د چمتووالي رییس میر لیث مصطفی په دې اړه څرګنده کړه:«په ۳۴ ولایتونو کې زموږ سیسټم فعال دی او له دغو ولایتونو شمېرې راټولو او زموږ د فوکل پاینټونو او د ترتیب شوي طوري سیسټم په واسطه کله چې شمېرې وریفای کېږي سیسټم ته داخلېږي.»
له دې ډلې ۳۱۰۰ تنه مړه او ۱۴۶۰۰ نور ټپيان شوي دي. له ثبت شویو تلفاتو څخه د ځانمرګو بریدونو وژل شوي ۴۶۰ تنه او د دغو پيښو ټپیان ۱۲۰۰ تنه ثبت شوي دي.
په ثبت شویو شمېرو کې په چاودنو کې ۶۵۱ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۴۱۰۰ نور ټپیان شوي دي چې په هغوی کې ۹۰۲ یې ماشومان او ۱۵۲ ښځې دي.
مدني فعال سېلاب غورځنګ په دې اړه وویل:«ولې داسې عملیات کوي او ولسي وګړي له منځه وړي اصلاً موږ فکر کوو چې د طالبانو او داعش په څېری هغوی (امنیتي ځواکونه) هم صحرايي محکمې ترسره کوي چې دا غلط دي.»
د دې مرکز په شمېرو کې بغلان، کندز، ننګرهار، هلمند او کنړ ولایتونه ډېر ملکي تلفات لري او بامیان، پکتیا، دایکندي او بلخ تر ټولو کم ملکي تلفات لري.
خو هغه څه چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له غبرګون سره مخامخ شوي د هېواد د امنیتي او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو او بریدونو کې ملکي تلفات دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالشکور مشکور وايي:«له بده مرغه د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې هم مُلکي مرګ ژوبله کېږي چې موږ د دې شاهد یوو د میدان وردګو په سیداباد او د ننګرهار په خوګیاڼو کې.»
اخوا د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې د هڅو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«امنیتي او دفاعي ځواکونه سخته هڅه کوي چې د مُلکیانو ژوند ته متوجه وي او هغوی ته زیان ونه‎رسېږي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم زیاتوي:«هر کله چې د امنیتي ځواکونو له خوا ولسي وګړو ته په تېروتنې سره زیان رسېدلی موږ هغه څېړلي او چا چې بې پروايي کړې وي جدي چلند ورسره کېږي.»
د ملګروملتونو سازمان هم په خپل وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې ملکي تلفات د اندېښنې وړ بولي او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتي د دغو تلفاتو د کمولو لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي.
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcc0iqss2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته