دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 192073
د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر د میزان د شپږمې په ټاکنو کې ګډون نکوي
د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید محمد حنیف اتمر وايي‌ چې د میزان د شپږمې نیټې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د ښاغلي اتمر په رسمي‌ فیسبوک پاڼې کې د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۲۴) په خبرې شوې اعلامیې کې ویل شوي ‌دي‌ که ټاکنې ځنډول کیږي، دی به د خپلې کاندیداتورۍ حق خوندي ساتي. په دې مانا که انتخابات د تلې په شپږمه نیټه کیږي، دی په کې ګډون نه کوي.
د ښاغلي اتمر په اعلامیې کې د دغه انتخاباتي ټیم د پلویانو څخه مننه شوې ده او ویلي‌ شوي دي ".... غواړم چې یو واربیا د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې نیټې په انتخاباتو سیالیو کې د نه ګډون په اړه عزیزو هېوادوالو ته خپله پرېکړه واوروم، خو که ټاکنې ځنډول کیږي، د کاندید په توګه خپل حق خوندي ساتم. همدغه راز په را روانو ټاکنو کې به بېطرف یم او د هېڅ‌ یوکاندید ننګه نکوم.

ښاغلی اتمر داسې مهال د سپتمبر په ۲۸ په ټاکنو کې د نه ګډون خبره کوي‌ چې تېره ورځ‌ د مخکني ولسمشر په ګډون ځینو نورو سیاستوالو هم د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
د دوی تاکید په دې دی چې افغانستان دا مهال د ولسشمرۍ ټاکنو ته برابر نه دی او باید تر ټاکنو د سولې په اړه ډېرې هلې ځلې وشي.
ښاغلي اتمر څه موده مخکې ادعا وکړه چې افغان حکومت په ټاکنیزو چارو کې مداخله کوي‌او له همدې کبله یې خپل کمپاینونه وځنډول. د هغه دویم نوماند مرستیال محمد محقق د ولسمشرۍ له بل کاندید عبدلله عبدالله سره یو ځای شو او لومړی کاندید مرستیال یونس قانوني دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نورو کاندیدانو انتخاباتي غونډې روانې دي‌ د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي‌ چې دوی انتخاباتو ته بشپړ چمتو دي او ولایتونو ته یې هم انتخاباتي مواد استولي‌دي.
 
https://avapress.com/vdchqinzx23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته