دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 192075
یوناما د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه حقیقت موندنه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي چې په ننګرهار او هلمند کې په هوايي بریدونو کې د ملکی تلفاتو د راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.

یوناما په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي‌ چې د دوی د بشري حقونو څانګه : د امریکا او حکومتي‌ پلوو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه د یو شمېر دقیقو راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.

ملګرو ملتونو له ښکېلو غاړو غوښتي‌ چې په دې اړه پلټنه وکړي او خپلې موندنې دې اعلان کړي.
په همدې حال کې ارګ هم د هلمند ولایتي‌ چارواکو ته دنده سپارلې ده چې د موسا کلا ولسوالۍ د برید په اړه پلټنه وکړي. افغان چارواکې وايي په دغه هوايي برید کې چې وسله وال طالبان په نښه شوي، ملکیانو ته هم زیان رسېدلی دی. ځايي خلک وايي برید په یو واده شوی چې ښځې او ماشومان هم وژل شوي‌ دي.
له پېښې وروسته ځايي‌ خلکو مظاهرې هم وکړې.
تر دې مخکې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یو برید کې یو شمېر ملکيان ووژل شول چې د خلکو غوصه یې پارولې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8eviuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته