دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 192131
انتخاباتي مرکزونو کې د لسګونو زرو امنیتي سرتېرو ځای پر ځای کول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۳۴ ولایتونو کې یې د انتخاباتو د امنیت لپاره ټاکل شوي امنیتي ځواکونه، د رایې ورکولو په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي‌ امریکا غږ ته وویل، چې دا ځواکونه د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۵) انتخاباتي‌ مرکزونو ته ولېږدول شول.
هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو د امنیت لپاره ټول ټاکل شوي‌ امنیتي ځواکونه نن سهار اوه بجې ځای پر ځای شول او تیارسی دي. د افغانستان ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه او همدغه راز استخباراتي‌ مامورین خپلې ټولې هلې ځلې کوي‌ چې د ټولو کاندیدانو، ولس او نورو د هیلو سره سم د انتخاباتو امنیت ټېنګ شي".
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، د انتخاباتو د امنیت لپاره ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه ګمارل شوي او ۲۸۰۰۰ نور ځواکونه تیارسی دي، چې د ضرورت پر مهال ترې کار اخیستل کیږي.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د رایې ورکولو په ورځ به په ټول افغانستان کې ۴۹۴۲ انتخاباتي مرکزونه پرانیستي وي او شاوخوا ۹.۶ میلیون خلکو په دې انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د شنبې په ورځ د تلې په شپږمه/سپتمبر ۲۸ کیږي، چې ۱۸ کسانو ورته ځانونه کاندید کړي وو. له دې ډلې زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شوي او حنیف اتمر ویلي، چې په انتخاباتو کې د کاندید په توګه ګډون نه کوي.
په همدې حال کې طالبانو وار د مخه د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښونه کړي دي‌ او په یوه تازه پېښه کې په کندهار کې د محمد اشرف غني په انتخاباتي‌ دفتر بمي چاودنه شوې ده چې څلور تنه یې وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdcc1iqss2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته