دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 192137
د کندهار د دهلې بند د اوبو د تنظیم لپاره د ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته
د آسیايي پراختیا بانک د کندهار د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره له افغانستان سره څه باندې ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته وکړه.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د آسیایي پراخیتا بانک رئیس نرندرا سنګرو د سې‌شنبې په ورځ (تلې ۳مه/سپتمبر ۲۵مه) د دغو مرستو موافقه لاسلیک کړه.
ښاغلي قیومي وویل، په دې پیسو به د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د دهلې بند، چې په افغانستان کې دویم لوی بند ګڼل کېږي، لا پراخ شي.
هغه زیاته کړه: "دغه مرسته د آسیایي پراختیا بانک د اختصاصي صندوق له لارې تمویلېږي او د کرنې، طبیعي سرچینو او کلیو پراختیا په برخو کې به ولګول شي".
په افغانستان کې د آسیایي پراخیتا بانک رئیس نرندرا سنګرو وویل، چې دا پيسې د افغانستان د اړتیا وړ زیربناو د جوړولو لپاره د دغه بانک د اوږدمهالو مرستو د ژمنې یوه برخه ده، ترڅو د افغانانو په اقتصادي ژوند کې د بدلون لامل شي.
ښاغلي سنګرو وویل: "دغه پروژه به د افغانستان د کرنې اغېزمنتوب، د اوبو د سرچینو مدیریت، د برېښنا تولید او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي".
د افغانستاند مالیې وزارت وايي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د دهلې په بند کې د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لوړ او ورسره به په کندهار کې اوبو ته د خلکو د لاسرسي وضعیت سم شي.
د دهلې بند په ۱۹۵۲ کال کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړ شوی، چې د ۲۸۸ میلیون متره مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري. د افغان چارواکو پر وینا د نوې پروژې په عملي کولو سره به د دغه بند ظرفیت ۷۸۲ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړ شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprazyt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته