کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان دې پر رای اچوونکو له بریدونه ډډه وکړي – ملګري ملتونه

صدای امریکا , 4 میزان 1398 ساعت 10:52

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامچي یاماموتو له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د شنبې د ورځې د ټاکنو د ګډوډولو څخه دې ډډه وکړي.



افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د چهارشنبې د ورځې ناوخته ( تلې ۳مه) په یوه اعلامیه کې د ښاغلي یاماموتو له قوله لیکي، چې د سه شنبې په ورځ ( تلې ۲مه) د قطر په پایتخت دوحه کې یوې غونډه کې، ښاغلي یاماموتو د ملګرو ملتونو په استازیتوب یو وار بیا په طالبانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې څخه ډډه وکړي او په ځانګړي ډول د رای ورکوونکو او په ټاکنو کې د ټولو ښکېلو ملکیانوخوندیتوب ته دې پام وکړي.
ښاغلي یاماموتو امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه ویلي، چې هغه د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي طالبانو ته ویلي چې پر هغو ملکي افغانانو چې په ټاکنو کې ګډون کوي بریدونه له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.
ښاغلي یامامتو وویل: "رای ورکونکو ته باید له ویرې، ډارونې او پرته له کوم تاوتریخوالي فرصت ورکړل شي چې د خپل قانوني حق څخه په ګټې اخیستنې د رای په ورکولو سره په سوله ییز ډول خپل سیاسي مشرتابه وټاکي".
د یوناما مشر ویلي، چې د رای اچونې په مرکزونو او هغو ملکي وګړو چې په ټاکنیز بهیر کې ونډه اخلي، په وړاندې بریدونه د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ممکن جنګي جرمونه حساب شي.
ښاغلي یاماموتو ویلي، چې د داسې جرمونو مرتکبینو سره باید حساب وشي او له طالبانو یې وغوښتي، چې له هرې هغې کړنې چې د ټاکنو د ګډوډولو لامل کېږي، ډډه وکړي.
طالبانو له وړانډې په یوه اعلامیه کې د راروانې شنبې د ورځې د ټاکنو د ګډوډولو خبرداری ورکړی دی.
د روان لمریز کال د زمري په شپږمه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنیزو سیالیو له پیل څخه تر چهارشنبې ترورځې ( تلې ۳مه) په افغانستان کې د یو شمیر نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو پر غونډو بریدونه شوي دي.
تیره اونۍ د پروان په ولایت کې د جمهور رئیس غني د ټاکنیزې سیالۍ پر غونډه په برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شو او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شو.
وسله والو طالبانو د پروان ولایت پر ټاکنیزه غونډه د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې تر ۷۲ زرو پورې امنیتي منسوبین په ۳۴ ولایتونو کې ګمارلي دي.
 


د مطلب کود: 192168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192168/طالبان-دې-پر-رای-اچوونکو-له-بریدونه-ډډه-وکړي-ملګري-ملتونه

آوا
  https://www.avapress.com