کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سعودی عربستان ولیعهد د خاشقچی قتل مسوولیت یی منلی دی.

4 میزان 1398 ساعت 13:52

محمد بن سلمان د سعودی ولیعهد د پی بی اس په چینل کی ویلی دی چی د جمال خاشقچی د قتل مسوولیت په غاړه نیسی ځکه دا قتل د هغه د نظر لاندی سوی دی.


محمد بن سلمان د سعودی ولیعهد د پی بی اس په چینل کی ویلی دی چی د جمال خاشقچی د قتل مسوولیت په غاړه نیسی ځکه دا قتل د هغه د نظر لاندی سوی دی.
 
د سعودی ولیعهد دا مطلب په یو مستند فیلم کی بیان کړی دی چی د سه شنبی ورځ د میزان پر نهم نیټه د پی بی اس چینل په امریکا کی ښکاره کیږی.
 
په دغه خبرو کی د سعوی ولیعهد د پی بی اس مجری ته وایی چی دا قتل زما په نظارت باندی سوی دی. زه د دغه ټول مسوولیت په غاره نیسم ځکه چی زما د نظر لاندی سوی دی.
دغه مستند د سعودی ولیعهد په عنوان باندی د جمال خاشقچی د لومړی سالګیره باندی د پی بی اس شبکی باندی اجرا کیږی چی تبلیغات یی پخش سوی دی.
 
د محمد بن سلمان د اعتراف په داسی حال کی سوی دی چی سعودی عربستان تر اوسه پوری د جمال خاشقچی د قتل یی انکارول  او ادعا کول چی دغه خبریال په خپل پښو باندی د کنسولګری څخه راوتلی دی او د هغه قتل د ځینی سرکشه ځواکونو په توسط کی سوی دی.
په یو جلا برخه د دغی مستند کی محمد بن سلمان د خبریال په ځواب باندی چی دا څنګه سوی دی وایی: زمونږ هیواد ۲۰ میلیونه نفوس لری او په دا نفوس کی یوازی ۳میلیونه د دولت دپاره کار کوی.
په ادامه کی د پی بی اس مجری د سعودی ولیعهد څخه پوښټنه وکړه چی ایا قاتلین کولای سی د دولت خصوصی تیارو په نښان ونیسی چی محمد بن سلمان د ځواب پرځای وویل: زه ځینی وزیران او مقامات لرم چی د دوی پیسی دی ځکه چی دوی مسوول د دغه کار دی.
دا خبر د تکمیلیدو په حال کی دی.


د مطلب کود: 192190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192190/د-سعودی-عربستان-ولیعهد-خاشقچی-قتل-مسوولیت-یی-منلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com