دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 192195
د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای د افغانستان له بدلېدو د روسیې اندېښنې
روسیه خبرداری ورکوي چې ښایې د افغانستان شمال به د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای بدل شيٍ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاورووف چهارشنبې(د تلې په ۳مه نېټه) وویل ښایې د افغانستان شمال د داعش ډلې په مشرۍ د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای بدل شي او د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره افغانستان د بهرنیو مرستو اړتیا لري.
هغه زیاته کړې:«د افغانستان شمال کې د دې ګواښ شته چې د داعش په مشرۍ د نړیوالو ترهګرو پر اډې بدل شي. مطمئناً چې د دې ګواښ د مخنیوي لپاره افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.»
ده د ملګرو میلتونو په امنیت شورا کې زیاته کړه چې د ټولیز امنیت او د شانګهای د همکاریو بنسټونو پر مټ چې روسیه به کې محوري ونډه لري، منځنۍ اسیا ته د افغانستان لخوا د راپوته کېدونکو ګواښونو پر مخنیوي خپل پام متمرکز کړی دی.
د لاورووف په وینا چې که افغانستان کې د امنیتي اندېښنو ته پاملرنه ونه شي، نو د دغه هېواد او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ له ستونزو سره مخامخ کېږي.
هغه ویلي چې تېرو کالو کې دا تجربه شوي چې پرته له امنیته د سیمې اتصال نه اجرا کېږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ترهګرۍ سره د مبارزې په بره کې د ټولیز امنیت بنسټ، د مشرک المنافع هېوادونو او د شانګهای د همکاریو مرستو څرنګوالی وڅېړلو.
روسیه چې دې بنسټونو کې محوري ونډه لري د هېواد شمال په اړه اندېښنه لري.
 
https://avapress.com/vdccoiqsp2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته