دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د کشمیر دخلکو له قاتل سره زه کینم داسې هیڅکله نشی کیدلی .
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دامریکا په نیویارک کښې په یوه ځایی هوټل کښې د سارک موسسې(SAARC) د وزیرانو په غونډې کښې د هندوستان دباندنیو چارو د وزیر د وینا بایکاټ وکړ .
5 میزان 1398 ساعت 12:06

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په سارک غونډې کښې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر سبراهمانیم جی شنکر (Subrahmanyam Jaishankar )سره دیوځاې نه کیناستلو فیصله وکړه .
د ویلوده چې د سارک موسسې په غونډې کښې د هندوستان خارجه وزیر سراهمانیم جی شنکر هم ګډون درلود .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د کشمیر دخلکو له قاتل سره زه کینم داسې هیڅکله نشی کیدلی .
د پاکستان خارجه وزیر وویل هندوستان باید دا تضمین ورکړی چې دکشمیر دخلکو بنیادی حقونه ساتل شوی دی .
د ویلو ده چې د سارک موسسې راتلونکی غونډه به په پاکستان کښې وشی او پاکستان د دغه موسسې ټولوغړیو ته د ګډون بلنه هم ورکړی ده .
د مطلب کود: 192219