دخپریدو نیټه :جمعه ۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 192220
د کندهار ملکی او نظامی مسؤلینو د راتلونکو جمهوری ریاست ټاکنو لپاره د هر ډول چمتوالی خبر وکړ
د کندهار ملکی او نظامی مسؤلینو د راتلونکو جمهوری ریاست ټاکنو لپاره د هر ډول چمتوالی خبر وکړ
کندهاروالی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتی رئیس او نظامی مسؤلینو د یوې خبری ناستی پرمهال په کندهار کی د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره د امنیتی تدابیرو او تخنیکی چمتوالی خبر ورکړ.
ولایتی مسؤلینو وویل، په کندهار ښار کی ئې د ګرځلاو او احتمالی ستونزو لپاره  په بېلابیلو برخو کی ملی بس موټران او امبولانسونه هم توظیف کړی دی.
د کندهاروالی په مشرۍ امنیتی ځواکونو او د ټاکنو کمېسیون ولایتی رئیس د راتلونکی جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره د یوې خبری ناستی پرمهال د هر ډول چمتوالی خبر ورکړ.
کندهاروالی حیات الله حیات وویل دا ځل به کندهار کی ۱۷۴ مرکزونه په کندهار ښار او ولسوالیو کی د رایه ورکونکو پرمخ پرانیستی وی، چی د ټولو امنیت د امنیتی ځواکونو لخوا نیول سوی دی.هغه
وویل له یوه ځایه تربله ځایه د ښاریانو د انتقال لپاره لسګونه عرادې ملی بس موټران او د احتمالی ستونزو لپاره لسګونه عرادې امبولانسونه د ښار په بېلابیلو برخو کی توظیف سوی دی.
د کندهار ټاکنو ولایتی رئیس ایمل عبدالله له تخنیکی اړخه د پوره چمتوالی خبر ورکوی په وینا ئې ټولو ولسوالیو ته ئې حساس او غیر حساس مواد مخکی له مخکی انتقال کړی دی او د ښاری مرکزونو مواد به د جمعې په ورځ انتقال کړی.
هغه وایی د شفافو ټاکنو او احتمالی ستونزو لپاره هم پوره تیاری لری.
د کندهار امنیت امر پاسوال رحمت الله اطرافی د امنیتی ځواکونو په استازیتوب په کندهار ښار او ولسوالیو کی د هر ډول امنیتی تدابیرو خبر ورکوی او د کندهارښاریانو غواړی، چی په ډاډه زړه د رایی ورکولو لپاره راووځی.
ولایتی مسؤلین وایی د دې لپاره، چی د احتمالی امنیتی ستونزو مخنیوی وسی کندهارښار ئې پر څلورو امنیتی زونو وېشلی او ترڅنګ ئې په ښار کی ریزرف امنیتی قطعات هم په دندو ګمارلی دی.
https://avapress.com/vdcb55b8grhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته