د هلمند ولایت د مطلبوعاتو دفتر نن جمعه د میزان پر ۵ په یو خبرنامه اعلام کړی دی چی بی له سلام کمپنی نور مخابراتی شبکی په دغه ولایت د طالبانو د تهدید له کبله بند سوی دی.
د افغان خبری اژانس له مخی ، یاسین خان د هلمند ولایت والی نن په یو ناسته د مخابراتی شبکی د نمایندګانو سره
د دوی څخه وغوښتل چی خپل فعالیتونه پیل کړی.
د مخابراتی شبکی نمایندګان د والی سره وعده وکی چی پس له مشوره د خپلی مشران او ددوی په رضایت خپلی فعالیت بیرته شروع کوی.
تر اوسه پوری د طالبانو تهدید ندی معلومه ، منګر کیدای سی د انتخاباتو په خاطر دغی شبکی دوی ته یو تهدید جوړ سی چی خپلی فعالیتونه بند کړی.
ویل کیږی له دی مخه هم په نورو ولایتو کی مخابراتی شبکی خپلی فعالیتونه د امنیتی تهدیدات په خاطر کی بند کړی وو.