دخپریدو نیټه :شنبه ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 192262
ولسمشر غنی: ټول افغانان باید د درغلیو پر وړاندې ودرېږی
ولسمشر غنی: ټول افغانان باید د درغلیو پر وړاندې ودرېږی
ولسمشر غنی چې نن یې په امانی لیسه کې خپله رایه وکاروله خبریالانو ته وویل، په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخیستل د افغانستان اساسی قانون ته د ژمنتیا په مانا ده. نوموړی پر ټولو خلکو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې برخه واخلی او خپل سیاسی مسوولیت ترسره کړی.
ولسمشر
غنی دغه راز وویل، چې دا ځل د ټاکنو ستره برخه مالی لګښتونه د افغانستان له بودیجې تامنیږی او ځینو هېوادونو مالی مرستې هم کړې دی.
هغه له ټولو مالی ملاتړو، په تېره له جاپان، برېتانیا او امریکا مننه وکړه چې په دې ولسواکه پروسه کې یې همکاری او مالی ملاتړ کړی دی. نوموړی دغه راز وویل، چې درغلی په ټاکنو کې جرم ده او مجرمین به د قانون منګولو ته سپارل کېږی.
https://avapress.com/vdch-inzi23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته