کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهلمند اوسیدونکو د مرکز او ولسوالیو په ۷۵ مرکزونوکی د رایو ورکول پیل کړی دی

6 میزان 1398 ساعت 12:59

هلمند والی د رایو ورکولو پر مهال یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چی په ډاډه زړه د رایو مرکزونو ته ولاړ سی.


هلمند والی د رایو ورکولو پر مهال یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چی په ډاډه زړه د رایو مرکزونو ته ولاړ سی.
د هلمند په مرکز او ولسوالیو کی د رایې ورکولو پروسه پیل سوې، او خلک په ډلو، ډلو د رایو مرکزونو ته ورځی.
هلمند کی هم سهار اوه بجې مرکزونه پرانیستل سوه ، او خلک پر خپل وخت د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل او خپله رایه یی د خپلی خوښی وړ کاندید ته ورکړه.
د ښار بیلابیلو برخو کی مرکزونه پرانیستل سوی ، چی ډلی ډلی خلک راځی ، او په هغو مرکزونو کی رایه ورکوی ، چیری چی یی تذکرې سټیکر سوی دی.
د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان هم د لښکرګا ښار په یوه مرکز کی رایه ورکړه ، او یو ځل بیا یې خلکو ته ډاډ ورکړ ، چی په مرکز او ولسوالیو کی یی د امنیت لپاره پوره تدابیر نیولی دی ، او خلک دی په ډاډه زړه د رایو مرکزونو ته ولاړ سی.


د مطلب کود: 192263

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192263/دهلمند-اوسیدونکو-د-مرکز-او-ولسوالیو-په-۷۵-مرکزونوکی-رایو-ورکول-پیل-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com